ټولنه

افغانستان په بهرکې له مليونونو مهاجرينو سره دپناه غوښتنې قانون نه لري .

 دامريکا غږ  باختر دغبرګولي ٣١مه :
دافغانستان دمهاجرينو چارو وزير وايي دمليونونو مهاجرينو او پناه غوښتوونکو په لرلو سره دغه هېواد لاتراوسه پورې دپناه غوښتنې دچارو دقانون نه لرونکى دى .
دافغانستان دمهاجرينو او راستنېدونکو دچارو وزير سيد حسين عالمي بلخي چې پرون يې په کابل کې دپناه غوښتنوونکو د نړيوالې  ورځې دنمانځنې په مراسمو کې خبرې کولې وويل  چې ددغه قانون مسوده ترتيب شوې ده .
بلخي وويل:  دهغو کسانو په وړاندې دمسووليت داداکولو لپاره چې دپناه غوښتنې هيله لري  ،دقانون مسوده  برابره شوې ده او دکابينې  دپريکړې  پربنسټ دعدليې په وزارت کې په کاري لومړيتوب کې دى .
هيله لرم چې دروان تقنيني  کال تر پاى پورې پارلمان ته ولېږل شي .
دافغانستان دمهاجرينو او راستنېدونکو دچارو وزارت شميرنې  ښيي چې همدااوس يواعشاريه پنځه مليونه افغان مهاجرين په پاکستان کې او کابو يو مليون نور  په ايران کې په رسمي ډول استوګنه لري .
خودغه وزارت ويلي دي په پاکستان کې د ٤ر١ مليونو افغان غير قانوني مهاجرينو او په ايران کې دکابو نهه سوه زرو تنو نورو داستوګنې دقانونمند کولو لپاره اقدام شوى دى .
افغان مهاجرين په پاکستان کې داستوګنې لپاره ثبت او راجستر  کېږي خو په ايران کې دهغوى دپاسپورت دمودې له مخې ويزه ورکول کېږي .
په دغه  شمير مهاجرينوسربيره  ځينې افغان پناه غوښتوونکي په ترکيه او نورو هېوادونوکې له سندونوپرته شپې سباکوي چې کله ناکله  راستنول کېږي .
دمهاجرت دنړيوال سازمان  هغه  رپوټ پربنسټ   چې دروانې اوونۍ په بهير کې  خپور شو په تيرو شپږو مياشتو کې ايران يوسلو لس زره تنه افغان مهاجر له  دغه هېواد څخه ايستلي دي .
  ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته