امنیت

دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.

کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې پرون  دماين دچاودنې له امله  درې تنه ملکي وګړي ووژل شول  او شپږ تنه نور ټپيان شول .
  دغه چاودنه  د شيرزاد په ولسوالۍ کې  هغه وخت وشوه  چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر  په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين  وخوت .
   دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو دڅلورمې پلې لوا  قوماندان بريد جنرال محمد نصير  سنګين   دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي  ووژل شول او ددريو ښځو په ګډون شپږ  تنه نور ټپيان شول .
  ده وسله وال طالبان  ددغه  ماين ښخولو  مسوول وبلل  او ويې ويل  چې ددغې پيښې  دعاملينو  دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .
  په همدې حال کې په ننګرهار کې  ديوه  روغتيايي مرکز  ډاکترانو ددغې پيښې  ددوو تنو  ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته