امنیت

درې تنه په زرنج کې ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
درې تنه ملکي وګړي  پرون په نيمروز ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو
له خوا  ووژل شول.
د  نيمروز ولايت د امنيې  قوماندانۍ د  جنايي جرمونو  پرخلاف د  مبارزې مدير
رحمت الله ناصرى باختر آژانس ته وويل :  دغه کسان په زرنج ښار کې ووژل شول
او بريد کوونکي له سيمې څخه وتښتيدل.
ده وويل :  پوليسو دبريدکوونکو دنيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي او څيړنې ښيي  چې دغه وژنې دشخصې دښمنيو زيږنده دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته