روغتیا

په قندهار کې د نري رنځ د درملنې په پار ۲۵ بستریز روغتون جوړېږي

قندهار باختر د تلې ۹ مه
په  قندهار کې د بې پولې ډاکټرانو په مرسته د نري رنځ د درملنې په پار  ۲۵ بستریز  روغتون جوړېږي.
د دغه روغتون دبنسټ د ډبرې اېښودنې په مراسمو کې د قندهار د عامې روغتیا رېيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وویل: دغه روغتون د ۲،۱ مېلیونو یورو په لګښت سره جوړېږي  چې د یو کال په اوږدو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي ويساد روغتیا په برخه کې د دغه ساسي ګام ستاینه وکړه او ټولو قندهاريانو ته يې دیاد روغتون مبارکي وویله.
والي د امنيت او پوهنې ترڅنګ روغتيا هم اړينه وبلله او ويې ويل چې، ولايتي اداره به د دغه برخې په پياوړتيا کې کوټلي ګامونه پورته کوي.
د بې پولې ډاکټرانو د ادارې مسوول ( آلن دي لاروسا ) وويل: د دغه روغتون په بشپړېدو سره به په دغه ناروغۍ اخته ناروغان وکولای شي چې ډېر ښه او وړيا روغتيايي خدمتونه ترلاسه کړي .
د غونډې په وروستيو کې ولایتي ادارې يو شمېر ډاکترانو او د ( M.S..F یا بې پولې ډاکټران) ادارې مسوولينو ته ستاينليکونه ورکړل او ورته د لا برياليتوبونو هيله يې څرګنده کړه .
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته