امنیت

دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دبندولو په مقصد يو هيئت پاکستان ته واستول شو .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې يو هيئت نن دافغانستان په خاورې دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دبندولو او ددواړو هيوادونو ترمنځ دسرحدي  تاوتريخوالي دکمښت په مقصد  اسلام اباد ته ورسيد .
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال  دولت وزيري نن  په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دغه هيئت کې دملي امنيت دشورا  غړي او دسرحدي ځواکونو استازي شامل دي او مشرتوب يې ددغه وزارت داوپراسيون  مرستيال جنرال قديرخان  په غاړه لري .
وزيري  وويل چې په کونړ ولايت دپاکستان دراکټي بريدونو  اساسي بندول له پاکستاني لورى سره دمرکچي هيئت دخبرو اصلي موضوع ده .
ده زياته کړه چې  دغه هيئت په مياشت کې يوځل اويادوه ځلې  له پاکستاني لورى  سره ګوري  او هغه ستونزې  چې دډيورنډ  له کرښې  په دواړو غاړوکې پيداکيږي  او ځيني نورې مسئلې چې خبروته اړتيا لري څيړي .
  دکونړ په ګډون دافغانستان په سرحدي  ولايتونودپاکستاني راکټي بريدونه له يوکلن ځنډ وروسته له تيرې اوونۍ راپديخوابيا پيل شوي دي .
پاکستاني پوځيانو دکونړ ولايت په ځينو سيمو راکټي بريدونه کړي دي چې له امله يې ددغه ولايت يوشمير اوسيدونکي له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شوي دي .
دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت ددغو بريدونو پرخلاف غبرګون کې په کابل کې  دپاکستان سفير راوغوښت او خپل اعتراض  يې څرګند کړ .
  دملي دفاع وزارت په باور په دې وروستيو وختو کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ پولو کې پوځي تحرکاتو زور اخستى دى اوکمښت يې خبرو اترو او تفاهم ته اړتيا لري .
ددغه وزارت وياند وويل چې ددواړو هيوادونو په پولو کې دپوځي عملياتو په اجرا کولو کې همغږي او تفاهم هم هغه موضوعګانې  دي چې په دې کتنه کې دواړه لوري ورباندې خبرې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته