امنیت

اووه تنه پاکستاني طالبان او يو افغان طالب په لغمان کې ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
د اوو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان پرون په لغمان ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د ملي دفاع وارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات چې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د لغمان د دولت شاه په لسوالۍ کې ترسره شول؛ له امله يې د اووتنوپاکستاني اتباعوپه ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او يوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شول .
ديوبل خبرله مخې: شپږ تنه وسله وال طالبان د غزني ولايت په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول؛ ٢ تنه نوريې ټپيان او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: د خوست ولايت د علي شيرو او د پکتيکا ولايت د زيړوک د ولسواليو په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د جلاجلا عملياتو په بهيرکې ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهير يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته