ورزش

د تکواندو ورزشکاران د سپينو زرو له يو مډال او دبرونزو له دوو مډالونو سره ستانه شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
دافغانستان د تکواندو دملي ټيم ورزشکاران  د  ايران دفجر دلسيزې په سياليو کې له ګډون   وروسته دسپينو زرو له يوه مډال او د برونزو له  دوو مډالونو سره هيوادته راستانه شول.
د کابل له نړيوال هيوايي ډګر څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :
دايران د فجر   دلسيزې د تکواندو سيالۍ   دنهو هيوادونو د  ورزشکارانو په 
ګډون ترسره شوې چې محمود حيدري د سپينو زرو مډال او  مسعود   کريمي او
زهرا ابراهيمي دبرونزو مډالونه   ترلاسه کړل   او افغانستان  ددغو سيالوي دريم مقام وګاته .
ددغو سياليو لومړى مقام ايراني ورزشکارانو ، او دويم مقام د اذربايجان ورزشکارانو وګاته.
د کابل په نړيوال هوايي  ډګر کې دمشرانو جرګې لومړى  نايب محمد علم ايزديار، د  اولمپيک د  ملي کميټې مشرتابه   هيت او د ورزش يو زيات شمير مينه  والـــــو ورزشکارانو ته  هرکلي ووايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته