امنیت

په پکتیکا کې د وسله والو برید په شا وتمبول شو

ښرنه باختر د تلې ۲۱ مه
د پکتیکا په خوشامندو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ېيز برید د لسګونو طالبانو په وژل کېدو سره په شا وتمبول شو.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه نښته تېره شپه پيل شوه چې تر سهاره پورې دوام وکړ.
سرچینه زیاتوي چې په یاده نښته کې تر پنځوسو ډېر طالبان وژل شوي او د اتلسو مړي يې اوس هم د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته