اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۳۵۴ملیونه افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور کړل

کابلباختر د وږي د مياشتې١٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور ريیس محمداشرف غني  په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورګړ.
په دې غونډه کې په یو شمېر قراردادونو بحث وشو، چې ځینې یې منظور شول او ځینې نور د زیات دقت او تخنیکي ستونزو د حل په موخه بلې غونډې ته پرېښودل شول.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په۱۸ موضوعاتو چې د قراردادونو د ورکړې غوښتنې، د وړاندیزونوڅيړنه، د تدارکاتو د پروسې پیل او د قراردادونو فسخه کول هم په کې شامل وو، بحث وکړ او همدارنګه د ۱۷مواردو په هکله یې تصمیم ونیوه.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۳۵۴ملیونو افغانیو په ارزښت د ملي دفاع وزارت د شپږو قراردادونو وړاندیز او د چارود ادارې د لوی ریاست اړوند د یو قرارداد د فسخه کولوغوښتنه منظور کړه. د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې د تېر کال په پرتله ۵۷ملیونه افغانۍ سپما وشوه.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او  د مالیې ، اقتصاد او عدلیې وزیرانو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته