نړۍ، د مرغومې ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
داسې حال کې چې غزه کې د روانې جګړې سبا ۱۰۰ ورځې پوره کېږي او د درېدو لپاره یې تر اوسه هېڅ داسې کوم اغېزمن ګام نه ترسترګو کېږي، د نړۍ لر اوبر مهمو لویو ښارونو کې د فلسطینیانو پر ملاتړ او صهیونستي پوځ پر ضد لاریونه روان او یا هم د نن ورځې لپاره پلان شوي دي.
د رسنیو د راپورنو په حواله تمه کېږي، نن د لندن، واشنګټن ډیسي، شیکاګو، برلین، جوهانزبرګ، ویانا، عمان او پاریس ښارونه د لاریونونو شاهد وي.
تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال هم د نړۍ په لر او بر کې ګڼشمېر مسلمانانو د فلسطین پر ملاتړ او اسرایلو پر ضد شعارونو ورکولو سره غزه کې د روانې جګړې د ژر ترژره پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.