سیاست

فضل هادي مسلميار دبلخ دمحصلانو د همغږۍ د مرکزله غړوسره وکتل

کابل باختردزمري دمياشتې ١ :
د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار دخپل کار په دفترکې د بلخ د محصلانو دهمغږۍ د مرکزله غړو سره په داسې حال کې وکتل چې ددغه ولايت سناتورمولوي محمود دانشجو هم حاضر و.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دوى د لوړو زده کړو مرکزونوته د ولايت له مخې د فارغانو دلارې موندلوپه باب د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ونډې په ټاکنې کې او د ليسې د دورې د درې کلنو نمرو په سلوکې د پنځه شپيتو په قيدنيوکه وکړه او دملي شورا له خوا د لوړو زده کړو د قانون د تصويب د خنډونو دلرې کولو غوښتنه يې وکړه او ويې ويل چې د اساسي قانون د شپاړلسمې مادې په پام کې نيولوسره دې د لوړو زړه کړو د قانون په دري متن کې د دانشګاه او دانشکده واژه او په پښتومتن کې دې د پوهنتون او پوهنځى کلمه وکارول شي.
دمشرانوجرګې رييس د هغوى د خبرو په اوريدوسره وويل: د مشرانوجرګې غړو په خپلوڅوغونډوکې دکانکور د ونډې د ټاکنې په باب خپلې نظريې په څرګندډول بيان کړې دي او زياته يې کړه: د لوړو زده کړو قانون له بده مرغه له څوکلونو راپديخوا په ولسي جرګه کې تر دوران لاندې دى چې لاتراوسه پورې دغه مجلس ته نه دى رسيدلى چې مشرانوجرګې ته دهغه له رسيدو سره سم به د هيواد د لوړو ګټو په پام کې نيولوسره تصميم ونيول شي.
دغه راز د سنا مجلس رييس د يوې جلاغونډې په ترڅ کې د ننګرهار د ولايتي شورا د غړې او د ننګرهارپوهنتون د استادې ميرمن محترمې امين کړه وړه د مشرانو جرګې د ستاين ليک په ورکولوسره وستايل او په چاروکې دهغې د برياليتوب هيله يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته