سیاست

د مالیې وزیر د کاپیسا له وکیلانو سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢٢مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ملت له استازو سره د ګروپي لیدنو په لړکې نن د کاپیسا ولایت له یو شمیر استازو سره په خپل کاري دفترکې وکتل.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د کاپیسا ولایت پر اقتصادي وضعیت، د یو شمېر ملي پراختیایي پروژو پر اهمیت، د پراختیایي پروژو پر پلې کیدو او د دوی ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې.
د مالیې وزیر د کاپیسا ولایت له استازوڅخه هیله وکړه چې د خلکو له اړتیاوو سره سم په اغیزمنه او ګټوره توګه د پراختیایي پروژو په پلي کیدوکې مرسته وکړي.
د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه کې ډیرې ملي پروژې شتون لري چې په پلې کیدو سره به یې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته