۱۰۰ ورځې

ولي محمد: باورلرم چې زما رايه دخلکو د دښمنانو په خوله کلک ګوزار دى .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دکور جوړولو په ښارګوټي کې دپوهاند عبدالحمد جاويد په ليسه کې دسلګونو تنو رايي ورکوونکو ترڅنګ شل تنه معيوبين دخپلو لچرونو په واسطه دخپلو رايو دکارولو په خاطر دغه ځاى ته ورغلي و.
يو تن معيوب ولي محمد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دخپل هيواد د راتلوونکي مشر او دولايتي شورا دغړو دانتخابولو لپاره خپله رايه وکاروم.
ده چې خپلې دواړه پيښې پخوا له لاسه ورکړې وې وويل خپله رايه کاروم او بآورلرم چې زما رايه زموږ دهيواد او خلکو د دښمنانو په خوله کلک ګوزار دى
معيوب ولي محمد دهيواد له راتلوونکي جمهور رييس څخه وغوښتل چې دمعيوبو کسانو حالت ته دې پاملرنه وکړي او په ځان دهغوى ډډې لګولو لپاره دې مرسته وکړي .
ده وويل له دغو انتخاباتو څخه زياتې هيلې لري او هيله من دى چې دهيواد راتلوونکى جمهور رييس دمعيوبو کسانو دردونه او کړاوونه پاى ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته