ټولنه

د زابل د استيناف څارنوالۍ ريېس معرفي شو

قلات باخترد غبرګولي د میاشتې ۱۵ مه
ګل احمد الکو د زابل ولایت د استیناف څارنوالۍ د نوی ريیس په توګه معرفي شو.
په هغو مراسموکې چې په همدې موخه پرځای شوي وو، د زابل والي بسم الله افغانمل  وویل چې څارنوالۍ باید په پوره شفافیت، عدالت، بې طرفۍ او خپلواکۍ سره اجراات وکړي او د فساد په لمنځه وړلو کې له ولایتي ادارې سره دوامداره همکاري وکړي.
افغانمل د استیناف څارنوالۍ نوی رئیس او مسؤلینو ته د هر‌‌ ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې ولایتي اداره د څارنوالۍ له قانوني کړنو څخه په بشپړډول ملاتړ کوي.
د استيناف څارونوالۍ نوي ریېس ګل احمد الکو هم ژمنه وکړه چې د اساسي قانون په رڼا کې به خپلو کړنو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د خلکو ستونزو ته به په خپل وخت سره رسيدګي وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته