سیاست

جمهور رئیس غني د ځوانانو پارلمان ته په خطاب کې: د فساد د مخنیوي په برخه کې لاس راکړئ او د مثبت فشار وسیله واوسئ

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ځوانانو پارلمان له وکیلانوسره په کتنه کې ټولوته دهېواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې مبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د مشرانو جرګې رئیس، د جمهور رئیس یو شمېر سلاکارانو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین هم حضور درلود، په پیل کې د ځوانانو پارلمان رئیس اقامحمد قریشي له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې ځوانانو ته د همېشنۍ پاملرنې ترڅنګ د دوی فکر ته هم ارزښت ورکوي.
نوموړي پر ځوانانو پانګونه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، ملي یووالي حکومت په ځانګړي ډول جمهور رئیس دا ثابته کړې چې پر ځوانانو پانګونه کوي او ظرفیتونه یې روزي.
ښاغلي قریشي وړاندیز وکړ چې مشرانو جرګه دې ځوانانو پارلمان ته په کابل کې دفتر ورکړي، ولایتي ادارې ورته د مدني ټولنې د رښتینو استازو په سترګه وګوري او ځوانانو معینیت ته دې د ځوانانو د چارو د ښه انسجام او خدمت په موخه ځانګړې بودجه او امکانات ورکړل شي.
ورپسې د ځوانانو پارلمان لومړۍ مرستیالې خالده خلوت او دویمې مرستیالې مقدسې احمدزۍ د زده کړې، کار موندنې، روغتیا او نورو برخوکې د ځوانانو د شته ستونزو یادونه وکړه او ټینګار یې دا وو چې د ځوانانو له وړتیا او ظرفیتونو څخه دې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې ګته واخیستل شي.
هغوی د ځوانانو ظرفیتونه، وړتیاوې او ژمنتیا وستایله او زیاته یې کړه، چې ځوانان د ستونزود تشخیص او حلولو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره پام وړ مرسته کولای شي. ټینګار یې دا وو چې ځوانان دې د امنیت د تامین، د هېواد د ودې، پرمختګ ، د فساد پر ضد مبارزې او نورو برخو کې له مشرانو سره په ګډه کار او مبارزه وکړي.
د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت د ځوانانو معین ډاکټر کمال سادات وویل، ځوانان د اداري فساد پر ضد مبارزه کې د حکومت د برنامو او اصلاحاتو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، د بدو رواجونو د مخنیوي برخه کې یې له نورو وزارتونو او ادارو سره په ګډه مبارزه پیل کړې ده.
جمهور رئیس د دوی د څرګندونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د ځوانانو پارلمان له غړو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د افغانستان ملي یووالی یې تمثیل کړ او دا یې وښودله چې مسوولیت منوونکي دي.
جمهور رئیس غني وویل، تاسو په خپل راتلوونکي او یو پر بل باور لرئ او د هغې لوی قوې د کشف له امله یې چې په ځوانانو او د دوی په یووالې کې ده، هغوی وستایل او زیاته یې کړه، جوهر په تاسو او ستاسو په یووالي کې نغښتی دی.
د هېواد جمهور رئیس ځوانانوته د خپل تاریخ درک او په هغه پوهېدل مهم او ګټور وباله. هغه زیاته کړه، تاسو باید افغانستان سره وصل او متحد کړئ او د نفاق، تفرقې او ځانځاني تاریخ ختم کړئ، ځکه ستاسو تاریخ د اتفاق، یووالي او ویاړ تاریخ دی.
محمد اشرف غني وویل، افغانانو تل نوښت، ظرفیت او استعدادونه لرلي دي او تاسو دغه ظرفیت په واضح نوښت بدل کړئ او زه باور لرم چې دا ظرفیت لرئ او ثابتولی یې شئ.
جمهور رئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، زه ژمن یم چې ستاسو استازی، لومړی خادم او سفیر واوسم او ستاسو په استازولي ویاړم.
جمهور رئیس غني وویل، موږ ته خدای ښه فرصتونه راکړي لکه د افغانستان موقعیت او کانونه، موږ باید جغرافیه تر خپلې ارادې او مدیریت لاندې راولو د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره ګټه ورڅخه واخلو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ۱۳۹۶ کال به په افغانستان کې د ځوانانو کال وي او موږ به په دې اړه دوامداره عملي بحثونه ولرو، تر څو د ځوانانو پر وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه په اساسي توګه حل کړو.
جمهور رئیس هغوی ته په ټینګار وویل، که غواړئ چې ارزوګانې مو پوره شي، نو د فساد د مخنیوي په برخه کې لاس راکړئ او د مثبت فشار وسیله واوسئ، ځکه اصلاحات او د عوایدو زیاتوالی تر ټولو زیات د ځوانانو په ګټه دي.
جمهور رئیس غني ځوانانو ته وویل، مدیریت او رهبري ته ځانونه چمتو کړي. هغه وویل، زموږ ټولو عزت، حیثیت او راتلوونکی په خپل وطن کې دی، نو د وطن د پرمختګ لپاره سره متحد شئ.هغه زیاته کړه، جګړه پر موږ تحمیل شوې ، خو هیڅوک نشي کولای چې ماتې پرموږ تحمیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته