سیاست

داجرائيه رياست دلومړى مرستيال دډاډګيرنې او خواخوږى پيغام

-کابل باختر د چنګاښ  يو ديرشمه
د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازارکې د ځانمرګي برید دغندنې په اړه د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال دمطبوعاتي دفتر اعلامیه !
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د فاریاب په المار ولسوالۍ کې ځان مرګی برید چې په ترڅ کې يې ګڼ شمیر بیګناه هیواد والو ته مرګ ژوبله واوښته په سختو ټکو وغانده.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینیر محمدخان وايې چې د هیواد اوسولې دښمنانو یو ځل بیا د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د ګڼ شمیر بیګناه افغانانو وینې توي کړي او یو شمیر کورنۍ يې دویر په ټغر کښينولې.
دغه برید چې د فاریاب و لایت د المار ولسوالۍ په بازار کې دموټر سایکل په واسطه په يوه ګن ميشت بازارکې ترسره شوی له انسانیت او افغانیت څخه پرته بله کومه دښمني نه ده چې د تل په څیر يې د دولت بې رحمه وسله وال مخالفین ترسره کوي.
د فاریاب په ولایت کې د ترسره شوي برید دغندنې ترڅنګ یوځل بیا په وسله والو مخالفینو غږ کوم چې د بیګناه انسانانو دوینې په تویو لو سره به هیڅکله هم خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي.
په یاده پېښه کې شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپيانوته د عاجلې روغتيا غوښتنه کوم اود زیانمنو شویو کسانوسره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي په ډاګه کوم . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته