پيښور باختر دوږي پنځمه
دحقاني د کورنۍ غړو تاييد کړي دي چې د جلال الدين حقاني دريم زوى او دحقاني د ډلې يو مشهور قوماندان بدر الدين حقاني دتيرې سه شنبې په شپه دبي پيلوټه امريکايي الوتکې په برير کې وژل شوي دي .
د باختر اژانس دخبر له مخې د بدر الدين حقاني د کورنۍ يو غړي بي بي سي ته ويلي دي چې دى دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې وژل شوي دي .
که څه هم ناټو يا امريکا لاتراوسه پورې د بدر الدين حقاني وژل کېدل نه دي تاييد کړي خو که چېري دغه خبر تاييد شي دناټو او امريکا لپاره مهم برياليتوب بلل کېږي .
په همدي حال کې پاکستان په دې اړوند چې آيا دحقاني دشبکې دبنسټ ايښودونکې جلال الدين حقاني زوى بدرالدين حقاني چې په افغانستان کې د بريدونو او تښتونو مقصر دي د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمي د بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې وژل شوي دي . ، تحقيق کوي .
د طالبانو يوه قوماندان هم ويلي دي چې بدرالدين حقاني د بي پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې وژل شوى دى خو کوم مستقل خبرځاى دده دوژل کېدوخبر نه دى تاييد کړي . او دطالبانو يوه ويندوى دغه خبر درواغ بللي دي .
0 1 دقیقه لوستل