امنیت

په بغلان کې د طالبانو پروګرامونه ناکام شول

کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د بغلان د څو ولسواليو او د پلخمري ښار د نيولو لپاره د وسله والو طالبانو پروګرامونه ناکام شول.
وسله والو طالبانو غوښتل په روان کال کې د پلخمري ښار په ګډون د بغلان پنځه ولسوالۍ ونيسي .چې له نيکه مرغه د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په مېړانې او سرښندنې سره خپل هدف ته ونه رسېدل .
د بغلان امنيه قوماندان محمد ويس صميمي د باختراژانس خبريال ته وويل د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ورستيو شمېرنو له مخې، په بغلان کې په روان کال کې ٦٧٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي او په لسګونو نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي چې په وژل شويو او ټپيانو کې د وسله والو طالبانو جګپوړي قوماندانان او بهرني جګړه ماران هم شامل و.
د بغلان امنيه قوماندان زياته کړه وسله والو طالبانو زياتې هلې ځلې وکړې چې د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار او د دغه ولايت پنځ ولسوالۍ ونيسي چې له نيکه مرغه خپلو ناوړو هدفونوته ونه رسېدل.
هغه څرګنده کړه که څه هم د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د فعال دفاع په حالت کې دي که چېرې دښمن د بغلان په هره سيمه کې چې وغواړي د خلکو امنيت ګډوډ کړي ځپل کېږي.
د بغلان امنيه قوماندان د امنيتي قرارګاو د جوړولو خبرورکړ او د بغلان د لويو لارو د امنيت د ښه والي يادونه يې وکړه او ويې ويل چې له دريو مياشتوراپديخوا دښمن نه ده بريالى شوى چې د پلخمري – سمنګانو په لويه لاره کې چې د بغلان له ډيرو نا امنو لارو څخه دى کله کله غلچکي بريدونه کوي چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ کېږي.
د بغلان والي محمداکبربارکزي په بغلان کې د امنيت تامينول خپل کاري لومړيتوب وباله او ويې ويل موږ هيڅکله جګړه نه غواړو خو که چېرې مخالفين موږ جګړې ته اړ کړي غاښ ماتوونکى ځواب به ورکړو.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته