خبرونهټولنه

کونړ کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر 

د کونړ ولایت په ماڼوګي او نرنګ ولسوالیو کې د ترافیکي پېښېو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ویلي چې د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د ترړې په سیمه کې یو سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۵ تنه ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ورته مهال د یاد ولایت په نرګ ولسوالۍ کې هم یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲ تنه مړه او یو بل ژوبل شوی دی.

د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته