سیاست

د١٣٩٢هجري لمريز کال په مناسبت د افغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرګې پيغام!

کابل  _ باختر دکب ديرشمه :
د١٣٩٢هجري لمريز کال په مناسبت د افغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرګې پيغام!
د نړيوالو په خالق په زيات حمد او درناوى سره چې په خپل مطلقه قدرت سره يې پسرلۍ د طبعيت د غوړيدو او پاڅون فصل پيداکړ چې ځمکې ته بيا ژوند وروبښي او يوه ورځ ټول زيروح په خپله پراخه لمن کې زيات کړي او په همدې شکرسره دافغانستان داسلامي جمهوريت دمشرانو جرګه د١٣٩٢هجري لمريز کال او دهغه دنيکمرغه پسرلۍ له امله دافغانستان ټول ديانت شعاره ملت په تېره بيا دهيواد هغو ځوريدلو کورنيو ته چې په بېلا بېلو پيښوکې يې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي او دافغانستان داسلامي جمهوريت مشرتابه او دټولنې ټولو قشرونو ته مبارکي وايي. هيله لري چې نوى کال له فيض او برکاتو څخه ډک ، سولې او امنيت ، ترقى او پرمختګ او ددغه هيواد ټول ملت اوبشريت ته دنيکمرغۍ او سوکالۍ کال وي .
   ١٣٩٢ کال لکه څنګه چې له پسرلۍ اوسمسورتيا څخه يې ښکاري؛ انشاالله زموږ په هيواد کې له سمسورتيا او د ژوند بخښوونکو اوبو له زيرمو څڅه  ډک کال دى چې ګران هيوادوال بايد له دغه الهي نعمت څخه له کرکيلې اوبڼوالى په سمون کې او دخپل ژوندانه په چاپيريال ساتنه کې زياته استفاده وکړي او (يو نيالګۍ دځان لپاره او يو نيالګۍ د افغانستان لپاره) تر شعار لاندې د نيالګيو ايښودل او خړوبول په يو ملي جشن بدل کړي او له دغه الهي نعمت څخه په استفادې سره خپل  چاپيريال سمسور او شين کړي .
دملي شورا دمشرانو جرګه دکار اوحرکت ددغه فصل په درشل کې له خپلو ټولو ګرانو هيوادوالو او کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپلې لوني او زامن تشويق  او وهڅوي چې په تحرک، خوځښت  او کلک هوډ سره دعلم او پوهې د زده کړې په لاره کې د همت ملاوتړي او له شنه او هيلوډک پسرلۍ سره جوخت زموږ د هيواد د بيا جوړولو په لاره کې ګټور او هدفمند ګامونه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته