سیاست

حميد الله فاروقي : دملي دفاع وزارت په قراردادونوکې سازښت شوى دى .

کابل باختر د وري شلمه  :
دملي دفاع وزارت  دتيلو او دلوژستيکي موادو  دقراردادونو دڅيړنې هيئت  خپل کاري رپوټ  جمهور رييس ته وړاندې کړل .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،ددغه هيئت رييس حميد الله فاروقي نن په کابل کې  په يوه خبري کنفرانس کې  ددغه  مطلب په بيانولو سره زياته کړه  چې دتيلو دقراردادونو په برخه کې  سازښت شوى دى . او داصلي  بيې په نسبت سل مليونه ډالره  زيات معامله شوى دى .
دغه راز  هغه  اشخاص  اوشرکتونه  چې په دغو قراردادونوکې مسوول دي  ، مشخص شوي دي .
فاروقي وويل  هغه  بيې چې قرارداديانو دملي دفاع وزارت ته ورکړې وي  دبازار له بيې څخه ډيرې لوړې  ثابتې کړې . او دتيلو او لوژستيکي موادو  دقراردادونودڅيړنې هيئت  له هراړخيزې څيړنې وروسته  هغه اشخاص  او ارګانونه  چې په دې مسئله کې  مسوول و ، مشخص کړي دي .
  ده وويل  هيئت  په دې اړوند نهه  مشخص  پيشنهادونه  دهيواد جمهور رييس ته وړاندې کړي دي  او دغه پيشنهادونه دجمهور رييس له خوا دتاييد وړ ګرځيدلي دي .
  ديادونې وړده  چې  دغه قراردادونه پخوا ديومليارد امريکايي ډالرو په ارزښت  لاسليک شوى و ،

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته