ټولنه

د موټر چلوونې د کورس جوړول

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
د مارچ د مياشتې د اتمې نيټې په هرکلى د لومړي ځل لپاره په کندز کې ښځو ته د موټرچلونې د زده کړې کورس جوړ شو.
په ټولنيزو چاروکې د کندزي ښځو ونډه اخستنه د دغه ولايت د ښځو يوه اساسي غوښتنه ده چې په همدې مقصد د کندز ولايت د ښځوچارو رياست د ښځو د مهمو اقتصادي ستونزو ته په پاملرنې سره په روان کال کې يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.
د کندز ولايت د ښځو چارو رييسې باختر آژانس ته وويل: د هغو ميرمنو لست چې د موټر چلونې په روزنيز پروګرام کې ګډون وکړي؛ برابر شوى ترڅو د دغه پروګرام د ترسره کولو په مقصد د ترافيکو مديريت ته وړاندې شي.
دې زياته کړه: څه د پاسه پنځوس تنه ښځې چې له موټرچلونې سره علاقمندي لري؛ دغې ادارې ته يې غوښتن ليکونه ورکړي دي چې په دوو اوونيوکې د عملي او نظري پروګرامونو له زده کړې وروسته به د ترافيکو د مديريت له خوا دوى ته د فراغت سندونه وويشل شي.
د کندز د ترافيکو مدير عبدالقادر جيحون وايي چې په دې برخه کې له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
يوه ميرمن وايي: موږ چمتو يو چې د موټر چلوونې روزنيز پروګرام بشپړ کړو.
د ښځو چارو د ريسې د څرګندونو له مخې، د ښځو چارو رياست نور روزنيز پروګرامونه هم د ښځو د ستونزو د لرې کولو په خاطر ترلاس لاندې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته