ټولنه

د ځوانانو دځواکمن کولو طرحه وړاندې شو .

کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
دمهر بنسټ نن  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمطبوعاتودمرکز په تالار کې  ديوې غونډې په ترڅ کې په علمي ټولنيزو اوفرهنګي برخوکې دځوانانو دځواکمن  کولوطرحه وړاندې  کړه .
دباختراژانس دخبر له مخې،  په دې غونډه کې ددغه بنسټ  رييس علي رضا  حق پرست شريفي وويل: ددغه بنسټ هدف  په ټولنيزو فرهنګي اوعلمي برخوکې دځوانانودځواکمن کولو  دطرحې برابرول دي .
  شريفي زياته کړه نوي طرحه دافغانستان دځوانانو دځواکمن کولو لپاره وړاندې کوو چې دغه طرحه  وکولاي شي په دغوبرخوکې له ځوانانوسره مرسته وکړي .
ده په ټولنه کې  اقتصادي کمزورتيا  اودماهرو اشخاصونشتوالي ته هم اشاره وکړه اوويې ويل چې نن اقتصادي بې وزلي دعلمي او  فرهنګي بې وزلي سبب کيږي .
په دې غونډه کې يوشمير برخه والو په  بيلابيلوعنوانونو  خپلې مقالې ولوستلې .
وروسته دجمهوري رياست دلومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام  دجمهوري رياست دلومړي معاونيت ددفتر دمطبوعاتي سلاکار سلطان احمد فيضي  له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې ويل شوى دى خوښ يم چې دمهر بنسټ دافغانستان دځوانانودځواکمن کولو دپيل لومړي غونډه  جوړه کړه
په پيغام کې طرحه شوې ده چې افغانستان له هغو هيوادونوڅخه دى چې څه دپاسه نيمايي وګړي يې ځوانان دي .
په پيغام کې دځوانانو دښوونې او روزنې برخې ته هم اشاره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته