امنیت

په قندهار کې ۵۷ تنه وسله وال ووژل شول

قندهار باختر د وږي ۲۰ مه
د قندهار ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د لوېدیځې ولسوالۍ میوند د سقوط لپاره راغلي  ۵۷ تنه وسله وال طالبان د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ  کې ووژل شول.
د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته  وویل چې وسله والو طالبانو پلان درلود څو د میوند ولسوالي سقوط کړي.
هغه زیاته کړه چې وسله والو تېره شپه لس بجې پر یوه وخت د میوند ولسوالۍ په کلاښامیر او سره بغل سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، خو له وړاندې د نیولو شويو امنيتي تدابیرو په ترڅ کې ۵۷ تنه وسله وال ووژل شول او  ۱۶ تنه نوریې ټپیان شول.
قوماندان وايي چې دغه راز په دې نښته کې د وسله والو طالبانو اووه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې څلور پولیس هم شهیدان شوي او یولس تنه نور ټپیان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته