امنیت

په ننګرهار کې دلسګونو ټنو تيرتاريخ درملو او خوراکي توکو راټولول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار له پلورنځيو او درملتونونو څخه په لسګونو ټنه تيرتاريخ خوراکي توکي اودرمل راټول کړى شول .
دغه پروګرام له دوو اوونيو راپديخوا دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رياست اودجلال اباد ښاروالۍ له خوا پيل شوى دى او دوام لري .
  دترلاسه شويو ارقامو له مخې ، ددغه پروګرام په بهير کې ددغه ختيځ ولايت له پلورنځيو او درملتونونوڅخه په لسګونو ټنه تيرتاريخ خوراکي توکي او لګښتي مالونه راټول کړى شوي دي .
دجلال اباد ښاروالۍ يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې ددغه پروګرام په بهير کې دجلال اباد ښار له پلورنځيو  څخه په لسګونو ټنه تيرتاريخ خوراکي توکي راټول کړى شوي دي .
ده وويل ددغه پروګرام په بهير کې ټولو سرغړونکو پلورنځيو ته اخطار ورکړى شوى دى که چيرې بيا هم دتيرتاريخ  خوراکي توکو او  لګښتي مالونو په پلورنې لاس پورې کړي مجازات به شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته