امنیت

د ملي امنيت دوه تنه کارکوونکي په ارزګان کې شهيدان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي په ارزګان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير ګلاب د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماين چې د دوو تنو ملکي وګړو د کور په وړاندې ځاى پرځاى شوى و؛ هغه وخت وچاوديد چې دغه دوه تنه دلمانځه د اداکولو په مقصد له کور څخه وتل او دواړه شهيدان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې قربانيان د دولت کارکوونکي وو.
په همدې حال کې د ارزګان د والي ويندوى تاييدکړه چې دغه دوه تنه چې د طالبانو له خوا شهيدان شوي دي؛ د ملي امنيت د ادارې کارکوونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته