سیاست

دايران دکورنيو چارو وزير :دافغانستان او ايران دهمکاريو پياوړتياڅيړل کيږي

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دايران داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزير  عبدالرضا رحماني نن څرګنده کړه  چې  په کابل کې   دافغانستان له لوړ رتبه مقاماتو سره   په دوه اړخيزو کتنو کې  به  په بيلابيلو برخو کې  دايران دهمکاريو  زمينې ، وڅيړلې شي .
دايران دکورنيو چارو وزير  د ريکا_ ٦  په نامه  دسيمه ييزې اقتصادي همکاريو  په کنفرانس کې دګډون په خاطر افغانستان ته يې سفر کړى  دى او ددغه کنفرانس  يو ويناوال به وي .
دى به کابل ته  په خپل دوه ورځني سفر کې  له جمهوررئيس محمد اشرف غني ، دملي وحدت دحکومت له اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله ، دملي امنيت دشورا له سلاکار محمد حنيف اتمر ،  داقتصاد ، دمهاجرينو دراستنولو  او له نشه يي توکو سره دمبارزې د چارو له وزيرانو سره   خبرې اترې وکړي.
ديادونې  وړ ده چې نن  کابل   دافغانستان لپاره   دسيمه ييزو اقتصادي همکاريو   دشپږم کنفرانس کوربه و . او ددغه کنفرانس  غونډې به  سباهم دوام وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته