امنیت

د پوځيانو په خوړوکې د زهرو د اچولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
هغه دوه تنه چې د طالبانو د ډلې غړيتوب لري؛ په پاکستان کې د يولړ کړيو له خوا په روزګان ولايت کې د پوځي قطعاتو په خوړوکې د زهرو اچولو ته ګومارل شوي وو چې د امنيتي مامورينو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.
دغه دوه تنه نن له پاکستان څخه د راستنيدو په وخت کې د قندهار – ترينکوټ په لويه لاره کې ونيول شول.
د روزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدويس صميمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسان په پاکستان کې د طالبانو د جګپوړي قوماندان ملا مصطفى له خوا ګومارل شوي وو چې روزګان ته لاړ شي او په پوځي واحدونوکې له استخدام وروسته د امنيتي مامورينو په خوړوکې زهر واچوي.
د طالبانو دغو غړو په لومړنيو تحقيقاتوکې د اعترافونو په بهيرکې دغه راز ويلي دې چې ملا مصطفى هغوى ته ويلي چې په روزګان کې د څه ناڅه دوو سترو واحدونو د خوړو په ديګونوکې زهر واچوي چې زيات سرتيري ووژل شي.
يو نيول شوى پاکستانى تبعه او بل يې د قندهار اوسيدونکى بلل شوى دى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې شپږ تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت د دهراوود او چهارچينو په ولسواليوکې د جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه راز امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د دښمن د وسلو او مهماتو يوه ډيپو کشف کړې ده .
دغه جګړه هغه وخته ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته