سیاست

د اجرایيه ریاست لومړي مرستیال: د خصوصي پوهنتونونو او خصوصي ښوونځيو مسوولین باید د کمیت پرځای کیفیت ته توجه وکړي

کابل – باختر د ليندۍ د مياشتې ١٠مه:
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو د ټولنې استازو د اجرايیه ریاست له لومړي مرستیال سره ولیدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه لیدنه چې نن د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه؛ یوشمېر خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو استازو د اجرایيه ریاست له لومړي مرستیال سره د لیدنې پرمهال د ملي وحدت له حکومت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ.
د کابل د نړیوال ښوونځي د امتیاز خاوند قاضي غلام سخي د اجرايیه ریاست لومړي مرستیال ته ډاډ ورکړ، لکه څنګه چې په تیرو دورو کې ستاسو ملاتړ اوهمکاري کړې ده له دې وروسته به هم  د ملي وحدت د حکومت په رامنځ ته کېدو سره ستاسو بشپړ ملاتړي وو .
ده د اجرايیه ریاست لومړي مرستیال ته د خپلو لاسته راوړنو د بيانولو په ترڅ کې وویل چې دوی د خصوصي ښوونځيو لپاره تقویتي نصاب جوړ کړی چې د پوهنې وزارت د نصاب د ادراې لخوا تايید شوی هم دی.
د ده په وینا د د ې ترڅنګ يې د ښونیزنظام رسمي نصاب انګلیسي ژبې ته اړولی دی چې سر له راتلوونکي کال څخه به په ټول هیواد کې پلی شي .
دغه راز هغه ډاډ ورکړچې د د ې ترڅنګ يې د خصوصي ښوونخيو لپاره داسې یو بورډ جوړکړی چې د ښوو نځيو د زده کوونکیو ترمنځ به سیالۍ ترسره کوي .
په دغه لیدنه کې د کاینات د ښوونځي مشر محمد یار ستانکزي وویل چې د امهال ټول په هیواد کې شاوخوا ۷۰۰ خصوصي ښوونځي او ۹۰ خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي چې په رزګونو ځوانان او تنکي هلکان پکې په زده کړو بوخت دي .
د اجرايیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو د استازو راتګ او د ملې وحدت له حکومت څخه يې د دوی له ملاتړڅخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د پوهنې په برخه کې چې هرڅومره پرمختګ وشي؛ دا به د راتلوونکی نسل خوشبختي او نیکمرغي وي .
لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې د ښوونځيو او پوهنتونو په برخه کې باید ډیر کوښښ وشي ځکه دا برخه د هیواد د راتلونکي د پرمختګ او کامیابۍ  سبب ګرځي .
انجنیر محمد خان د خصوصي سکتور استازو ته په وینا کې وویل چې د کمیت پرځای باید پرکیفیت کار وشي، دا ځکه چې د پوهنې په برخه کې ډیرې ستونزې دي چې د افغانستان ولس ورسره مخ دی .
د اجرايیه ریاست لومړي مرستیال د پوهنې او روزنې په برخه کې کار او فعالیت د حکومت او د خلکو ګډ مسوولیت وباله او له خصوصي سکټور نه یې په بیا بیا غوښتنه وکړه چې د افغانستان د راتلوونکی نسل مسوولیت په همدې برخې پورې تړلی دی .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته