اقتصاد

په اقينه بندر کې دلاجوردو لاره ډير ژر پرانستل کيږي .

کابل باختر د لړم څلورمه
په اقينه بندر کې دلاجوردو  لاره به ډير لنډ ممکن  وخت کې پرانستل کيږي .
دبلخ ولايت  دسوداګرۍ او صنايعو دخونو رييس وايي اوس افغانستان په يوه هېواد پورې محدود نه دى بلکې دسيمې له زياترو هيوادونوسره تجارتي او اقتصادي اړيکې لري .
ده دچين _ حيرتانود اوسپنې پټلۍ  ، چابهار او دهرات داوسپنې پټلۍ  پرانستلو ته په اشارې سره وويل  په نږدې  راتلونکې کې دفارياب ولايت په اقينه بندر کې دلاجوردو داوسپنې پټلۍ پرانستل کيږي چې دافغانستان او دسيمې د هېوادونو ترمنځ په تجارتي  او اقتصادي اړيکو کې  ګټوره ده .
ده زياته کړه دلاجوردو لاره چې څه ناڅه يوه مياشت وروسته  پرانستل کيږي او افغانستان له ترکمنستان  سره نښلوي او له دې  لارې افغانستان کولاى شي له اروپايي هېوادونو سره خپلې تجارتي او اقتصادي  اړيکې پراخې کړي.
دبلخ  ولايت  دسوداګرۍ او صنايعو  دخونو رييس په دغه ولايت کې ملي  او نړيوالو سوداګرو ته د نسبي امنيت ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې دبلخ ولايت سالم مشرتوب په دې بريالى  شوى دى چې دسوداګرۍ لازم شرايط برابر کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته