کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دملي دفاع وزارت يو مقام دبدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې دچاڼيزو عملياتو دپيل خبر ورکړ .
دبدخشان ولايت ديمګان ولسوالۍ له دوو ورځو را په دې خوا دوسله والو مخالفينو دخوځښتونو شاهده وه .
يوشمر خبرځايونو ددغې ولسوالۍ د سقوط يادونه کړې وه خودولتي خبرځايونو دغه خبر نه دى تائيد کړى .
دملي دفاع وزارت دويندوى مرستيال دولت وزير وايي چې دملي اردو دځواکونو يو کنډک سيمې ته استول شوى دى .
دغه رازله يمګان څخه دوسله والو مخالفينودايستلو لپاره دکوماندو دځواکونوپه ګډون دريزرف له نورو امکاناتو څخه به استفاده وشي .
دوزيري د څرګندونوله مخې : دشاهين قول اردو قوماندان جنرال ويساچې بدخشان ددغه قول اردو دمسووليت زون دى هم په سيمه کې حاضر دى اوپه عملياتو کې دشاملو ځواکونو مشري کوي.
1 1 دقیقه لوستل