سیاست

دجمهور رييس دمرستيال له خوا دپوهنې او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي دنويو وزيرانو معرفي کيدل .

کابل باختر  دثور لومړي :
دجمهور رييس دويم مرستيال قانونپوه  سرور دانش دپوهنې  او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  دوزارتونو نوي وزيران داړوندو وزارتونوکارکوونکو ته وروپيژندل  او له هغوى څخه يې وغوښتل چې هيوادوالو ته داړوندو خدمتونو دبرابرولو په کار کې دې هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
دجمهور رييس مرستيال دپوهنې وزارت کارکوونکو ته دپوهنې دنوي وزير اسد الله حنيف  بلخې دورپيژندلو په وخت کې وويل: دپوهنې وزارت په هيواد کې د ښوونې او روزنې دپراختيا لپاره  مهم ملي رسالت په غاړه لري  او په  هيواد کې دپرمختګ او ترقي بنسټ هم پوهه او روزنه ده .
ده په تجربي او دديني  زده کړو په لحاظ دزده کړې او پوهې اهميت ته په اشارې سره دپوهې قدرت او ځواکمنۍ په ګډون عناصر هغه اساسي عوامل وبلل چې په ټولنه کې دسوکالۍ او ارامۍ د تامينولو سبب کيږي .
ده دښوونې او روزنې اصلي عناصرو ته دپوهنې وزارت په جدي پاملرنې باندې په تينګار سره وويل  په تيره څه دپاسه يوه لسيزه کې له يادونې وړ پرمختګونو سره سره لاتراوسه پورې  هم په ښوونې او روزنې  دخلکو دلاسبري په برخه کې جدي ستونزې شته او هيله کيږي چې دپوهنې وزارت  نوى مشرتوب دشتو ستونزو دحل کولو په لاره کې اغيزمن اقدامات ترسره کړي .
ده دښوونې او روزنې په نويو اومدرنو بڼو دچلندونو بدلون يوجدي  لومړيتوب وباله او دپوهنې له نوي وزير څخه يې وغوښتل چې دښوونې او روزنې په برخه کې دې دهيوادوالو جدي اړتياو ته پاملرنه وکړي .
قانونپوه سروردانش دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت کارکوونکو ته ددغه وزارت دنوي وزير عبدالرزاق وحيدي  دورپيژندلو په وخت کې  دحکومتوالي اصلي لاره هيوادوالو ته دعمومي خدمتونو وړاندې کول وبلل او ويې ويل مخابرات او معلوماتي تکنالوژي  دبشري ټولنو په بدلون او پرمختګ کې دوه کليدي عناصر دي او هغه هيواد چې په دغو دوو برخو کې بريالي نه وي خلکو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې ستونزه لري .
  ده دپوښښ دکچې اودخدمتونو داندازې په لحاظ  دمخابراتي او انترنتي خدمتونو دوړاندې کولو په باب دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت دکړنو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  هيله لرم ددغه وزارت  نوي مشرتوب وکولاى شي په هغو برخوکې چې لاتراوسه پورې کوم کار نه دى شوى اويا ستونزې شتون لري  جدي پاملرنه وکړي .
دجمهور رييس مرستيال دملي وحدت دحکومت دکابينې شپاړلسو  غړو ته دباور دراى دورکولو لپاره دولسي جرګې له غړو او دغه راز دپوهنې او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  دوزارتونو له پخوانيو مسوولينو څخه مننه او قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته