ورزش

په هرات کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوه

کابل باختر د سلواغې پنځمه
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو دچارو آمريت د غير قانوني مهاجرتونو د کمښت په موخه د يوه بهرني بنسټ په همکارۍ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره کړه .
دغه سيالي د هدف لرونکو نجونو د بايسکل ځغلونې ټيم په واسطه د هرات په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه .
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو د چارو آمر تواب مبارز وايي: « د غير قانوني مهاجرتونو د زياتوالي او د دغو مهاجرتونو د ناوړو پايلو په دليل موږ وپتيله چې په هرات کې د (ډي.آر.سي) دفتر په همکارۍ خلک د دغو مهاجرتونوپه ناوړوعواقبو خبرکړو او هغوى نورو بهرنيو هېوادونو ته له مهاجرت  څخه منع کړو».
مبارز، د يونان په اوبوکې له اندازې څخه د زياتو مهاجرينو ډوبيدل، د سر زيان او په سلګونو نورې ستونزې چې د لارې په اوږدوکې هغوى ته پيدا کيږي؛ د مهاجرينو لپاره مهمې ننګونې وبللې.
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته