خبرونهنړۍ

د امریکا کورنۍ ناندرۍ؛ د مرکزي حکومت او تکزاس ایالت ستونزې په ډېرېدودي

نړۍ، د سلواغې ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د تکزاس ایالتي او د امریکا مرکزي فدرالي حکومتونو ترمنځ ستونزې او ناندرۍ وروسته ترهغې زیاتې شوې، چې ایالتي حکومت له میکسیکو سره پر پوله د اغزن تار د غځولو د چارو د درولو په اړه د فدرالي مرکزي حکومت د محکمې د پرېکړې خلاف دغې چارې ته دوام ورکړ او یاد ایالت له میکسیکو څخه د وراوښتونکو کډوالو د ورتګ څخه د مخنیوي په برخه کې یې جدیت ښودلی.

د تکزاس ایالتي چارواکو د بایډن پر ادارې تور پورې کړی، چې ګواکې ولسمشر د نشه یي توکو له قاچاقچیانو سره د دغو موادو په قاچاق کې مرسته کوي او له همدې امله نه غواړي، چې له میکسیکو سره دغه اغزن تار وغځول شي.

چارواکي دغه راز پر مرکزي فدرالي حکومت تور پورې کوي، چې دیموکراتان هڅه کوي دغه اکثریت جمهوري غوښتونکي ایالت ته د مهاجرو د ورتګ مخه خلاصه کړي، ترڅو دلته جمهوریت غوښتونکی جمعیت ووېشي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د دواړو تکزاس ایالتي او مرکزي فدرالي حکومت ترمنځ اړیکې دومره کړکېچنې دي، چې ان د امریکا ملي ګارد او ایالتي ګارد یو او بل ته لاس په ماشه شوي  او ممکن د دغه ایالت د جلا کېدو لامل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته