اقتصاد

په روان کال کې په فراه کې دانارو حاصلات يوولس سلنه زيات شوي دي .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
دفراه دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رياست په روان کال کې په دغه ولايت کې دانارو دحاصلاتو ديوولس سلنې زياتوالي خبرورکړى دى .
دترلاسه شويو ارقامو له مخې، په فراه کې اته زره اووه سوه  څلور اتيا هکتاره ځمکه دانارو د ونو ترپوښښ لاندې ده اودحاصلاتو  کچه يې يوسلو پنځه څلويښتو زرو پنځو متريک ټنو ته رسيدلې ده  په داسې حال کې چې په تېرکال  کې په فراه کې دانارو دحاصلاتو کچه  څه دپاسه يوسلو دير ش زره  پنځه سوه متريک ټنه و.
دفراه دکرنې او اوبولګولو اومالدارى   رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل هڅه کوي  چې په راتلونکې  کال کې په فراه کې دانارو توليدي ساحه زياته پراخه  کړي .
هغه وويل چې له بڼوالو سره مرسته او په ښه توګه  دحاصل دترلاسه کولو لپاره دمشورې  وړاندې کول او هم دکرکيلې   دساحې پراختيا په فراه کې دانارو دحاصلاتو د کچې دزياتوالي اساسي علتونه دي .    ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته