سیاست

جمهوررئیس غني د ځینو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولانو د اجراآتو راپور واورېد

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له سیمه‌ییزو مسوولانو سره د خبرو په لړ کې نن د سمنګان، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، کندهار، هلمند، نیمروز، بامیان، پنجشیر، پروان او دایکندي ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د دغو ولایتونو ملکي او نظامي مسوولانو د یادو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت په اړه راپور ورکړ او د دویمو او درېیمو واحدونو په کچه یې د شته ستونزو، ننګونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه. د هېواد جمهوررئیس د دغو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولانو مثبتې کړنې وستایلې او د ښارونو او ولسوالیو په کچه یې د سراسري امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې په وخت سره د خدماتو وړاندې کولو او د هېوادوالو د ستونزو د حل په خاطر هڅې وکړي. جمهوررئیس محمداشرف غني دغو مسولانو ته لارښوونه وکړه چې د بېلابېلو قشرونو او مشرانو سره په همغږۍ دې مهمې ستونزې او ننګونې په نښه او د حل په خاطر یې مناسبې لارې چارې وسنجوي او بیا دې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي. د سمنګان، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، کندهار، هلمند، نمیروز، بامیان، بنجشیر، پروان او دایکندي ولایتونو نظامي او ملکي مسوولانو ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو او د هېواد د جمهوررئیس د لارښوونو سره سم به ورسپارل شوې چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته