ټولنه

دبدخشان – تخار لويه لاره دسيلاو د راوتلو له امله دترافيکو پرمخ تړل شوې ده

فيض آباد – دثور دمياشتې ١٥
دبدخشان –تخار لويه لاره دسيلاو دراوتلو له امله دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
پرون مازيګر له سختو اورښتونو وروسته دغه لويه لار چې يوازې بدخشان له تخار او دهيواد له نورو سيمو سره نښلوي دسيلاو دراوتلو له امله وتړل شوه .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغو سيلاونو په پنځلسو سيمو کې دبدخشان – تخار لويه لار دديرشو کيلومترو په اوږدوالي دترافيکو پرمخ تړلې ده .
دبدخشان – تخار په لويه لاره کې ديوه بس موټر چلوونکى ګل آقا باختر آژانس خبر يال ته وويل: سيلاو په څو سيمو کې عمومي واټ ويجاړ کړى او ددغه واټ په ځينونورو ځايونو کې ډبرې او خټې د دې سبب شوې چې دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ وتړله شي.
دبدخشان ولايت دفوايد عامې رييس انجينير عبدالغني وايي هغوى  په هغو وسايلو سره چې دوې يې په واک کې لري  نه شې کولاې ، ډير ژر له واټ څخه د ډبرو په لرې کولو او د ځينو برخو په ترميمولو سره د بدخشان _ تخار لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانيزي.
ده وويل له ځينو دولتي اوغيردولتي مرستندويو بنسټونو څخه يې دمرستې غوښتنه  کړې ده چې ددغې لويې لارې دبياپرانستلو لپاره زمينه برابره کړي.
په  همدې حال کې دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې  د ادارې چارواکي وايي د دغو سيلاونو دراوتلو له امله تراوسه پورې د سر زيان نه دى اوښتى خو دبزګرانو  په سلګونو جريبه ځمکه   ويجاړه شوې ده.
د بدخشـــان –  تخار د لويې لارې تړل کيدل  د زرګونو تنوسپرليو  اود تجارتي کاروانــــونو په وړانـــدې ستره ستونزه ده  چې هره ورځ  له دغې لارې څخه تګ     راتګ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته