اقتصاد

د لوګر کروندګرو د زعفرانو پياز ترلاسه کړل

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٠ مه
د زعفرانو٢٥٠٠ کيلوګرامه پياز پرون د لوګر پر کروندګرو ووېشل شول.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس باختر آژانس ته وويل چې د کرنې وزارت، د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې د کورنيو د اقتصادي حالت د ښه والي او د زعفرانو د حاصلاتو د زياتوالي او رواجولو په موخه د زعفرانو ٢٥٠٠ کيلوګرامه پياز، د ١٦نمايشي قطعو د جوړولو په خاطر د دغه ولايت پر کروندګرو ووېشل.
هغه زياته کړه: دغه پياز د لوګر د محمدآغې او خوشۍ ولسواليو پر کروندګرو وېشل شوي دي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته