سیاست

نرګس نهان د هرات ښځو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ١١ نيټه : د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې پرون د هرات ولايت له يوشمېر ښځو سره وکتل . دباختر آژانس دخبرله مخې: په دې کتنه کې د هرات ولايت په ټولنيزو چاروکې د هرات د والي مرستيالې د هغو ستونزو په باره کې چې د ښځو د چارو په رياست کې د ښځو د چارو وزارت له خوا د ٢١بستونو د تنقيص له امله رامنځته شوې دي، خبرې وکړې او ددغې موضوع د جدي څارنې غوښتنه يې وکړه . دغه راز ويناوالو په وار سره په دغه ولايت کې د ښځو موجودې ستونزې بيان کړې او د مرکز له مسوولينو څخه يې د دغو ستونزو حل کولو او بېلابېلو برخو کې د ښځو د پراخ شتون او مشارکت غوښتنه وکړه . په دې غونډه کې دغه راز د خبريالانو دستونز په باره کې هم خبرې وشوې او د دولت د مشخص لارښود د نه شتون او له خبريالانو سره تاوتريخوالى د انديښنې وړ وباله . د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان مرکز ته د دوى د طرحه شويو مواردو د ليږدولو په باب هغوى ته ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې په هرات ولايت کې به د ښځو د ستونزو د حل کولو په برخه کې له هغوى سره جدي همکاري وکړي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته