فرهنګ

کابل ښاريانو دکتاب دنندارتون دجوړولو هرکلي وکړ .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

   دکابل دکتاب  دنندارتون جوړول دکابل ښاريانو او دکتاب دمينه والو دهرکلي وړ وګرځيد

 دباختر اژانس دخبر له مخې په دې وروستيو وختو کې دکابل په ښځينه بڼ کې دکتاب دنړيوال نندارتون دجوړولو شاهد و  ، دغه نندارتون دسرور  سعادت  خپرولو  له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکاري دلسو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوى دى .

 دکابل پوهنتون  د ژبو او ادبياتو دپوهنځي دلومړۍ کال محصلې مرضيې چې دکتاب نړيوال  نندارتون  يي کاته  د باختر اژانس خبريال ته وويل دالومړۍ ځل دي چې دکتاب  دغه شان  ستر نندارتون  په کابل کې  جوړيږي ښه والۍ په دې کې دي چې ډول ډول کتابونه په مناسبه بيه مينه والو ته وړاندې کيږي .

 مرضيې زياته کړه چې دې د دغه نندارتون  له کتابونو څخه زياته استفاده وکړه او هغه کتابونه چې کولاي شي دتحصيل په وخت کې  ورسره مرسته وکړې  پيرودلې دي .

 دکابل  ښاريو تن اوسيدونکى شريف الله  چې دکتابونو پيرودلو ته راغلي و  دکتاب   دنندارتون له جوړونکو څخه يي قدردانۍ وکړه او وي ويل دغه شان نندارتونونه کولاي شي  دځوانانو دپوهي دلوړولو په کچه  ښه اغيزه  وکړي .

 عبدالعزيز چې  په دغه نندارتون کې يې دکتاب پلورنې يوه عرفه جوړه کړى ده څرګنده  کړه دکابل  پوهنپال  خلک دکتاب نندارتون د جوړولو هرکلي وکړ هره ورځ   څه ناڅه  اووه زره تنه ددغه نندارتون  ليدنه کوي او کتابونه  پيري .

 دکابل دکتاب دنړيوال نندارتون مسوول غلام سرور  سعادت وويل   په بيلابيلو  برخو کې شل زره عنوانه کتابونه ننداري ته وړاندې شوي دي چې دلسو  ورځو لپاره پرانستي دي اوکتابونه يي په سلو کې  دپنځه ويشتو په تخفيف  سره مينه والو ته وړاندې کيږي

 دغلام سرور سعادت  د څرګندونو له مخې دنندارتون دپرانستلو په بهير کې سلو زرو تنو  هغه کتلي دي اوزياتره  کتونکي يي ځوانان دي او دا ښيې چې په هيواد کې دکتاب لوستلو فرهنګ دبيا احيا کيدو په حال کې  دي

 ده زياته کړه د ١٣٩١  لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې يي په مزارشريف  بغلان اوکاپيسا کې يې دکتاب پنځه سترنندارتونونه جوړ کړي دي او په پام کې لري چې دهيواد په لرو پرتو سيموکې دغه شان  نندارتونونه  جوړ کړي .

    ده ددغه  نندارتون په جوړولو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهمکاري له امله مننه وکړه .

 ديادونې وړده چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پخوا دثور دمياشتې په  ٢٦  نيته دکابل په تيمورشاهي واټ کې دکتاب يو نندارتون جوړ کړي و چې دکتاب دمينه والو دهرکلي  وړ وګرځيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته