سیاست

دجمهور رييس انديښنې ، دخلکو انديښنې دي .

 

کابل باختر د وري  دويمه :

محمد فايق واحدي :

 په کابل او خوست کې دطالبانو دبريدونو په ځواب کې دجمهور رييس کرزي وروستۍ څرګندونې ، په هرځاى او دټولو له خوا له بيلابيلو غبرګونونو او برداشتونو سره يوځاى وي .

 دسياسي ګوندونو مشرانو دده څرګندونې دافغانستان دملي ګټو پرخلاف تعبير کړي او په لويديځ کې دغه څرګندونې ترخې او دهمکاري دورحيې پرخلاف وبلل شوې، خو ددغې سکې بل مخ چې شفافيت يې څرګند دى ، بل روايت لري که چيرې يوه  اندازه  ددغو څرګندونو ژورتيا ته پاملرنه وکړو او ويې څيړو په ډاډ سره داسې څه ترلاسه کوو چې ډله ئيزه غوښتنه منعکس کوي . دالومړى ځل نه دى چې جمهور رييس په  دغه شان څرګندونوسره خپل انتقاد دافغانستان  دخلکو او دنړيوالو غوږونو ته رسولي دي. دنورو نه باور او برداشتونو پرخلاف چې دجمهور رييس خبرې يې دخپلو شخصي ګټو محور وباله ، دغه څرګندونو دافغانستان دحکومت او دولت دريځ لازيات پياوړي کړى دى  کله چې امريکايانو په تيرو وختونوکې هم په ملي ګټو او واکمني پورې داړوند مسئلو په باب دجمهور رييس په روا اومعقولو انديښنو سترګې پټي کړي دي ، حامدکرزي دموضوع په باب خلکو ته خبر ورکړ او له دې لارې يې دخلکو په ملاتړ لاس پورې کړى دى.

 په بشپړه توګه دبګرام دجيل دليږدونې موضوع دبهرنيو ځواکونو تر کنترول لاندې مليشو په ګډون  دموازي جوړښتونو دفعاليتونو دوام ، دافغانستان دحکومت له نظر څخه لرې او په غياب کې دطالبانو له استازو سره  پټي خبرې، دتروريزم پرخلاف  جګړه کې دملکي وګړو دسرزيان چې دافغانستان له پولو څخه په بهر کې  جرړې لري، هغه مسئلې دي چې نه عملي کيدو يې دجمهور رييس غوصه راوپاروله . افغانستان اوس د ٢٠٠١ او ٢٠٠٢ ميلادي کلونو افغانستان نه دى چې حکومت يې په خپلو کليو او کورونو کې له قيد اوشرط پرته دبهرنيو ځواکونو شتون او فعاليت ومني، نن ورځ افغانستان هغه  ټول ديموکراتيک  مرکزونه  چې ديو ولسواک نظام دفعاليت لپاره ضروري دي  لري ، د نن ورځې شرايط ددولس کاله مخکې شرايطو سره ډير توپير لري ، په داسې حال کې چې دافغانستان خلک ددغو ټولو کلونو په بهير کې دنړيوالې ټولنې دمرستو له امله په ژوره توګه مننه کوي، دوى غوښتنه کوي چې دامريکا په مشري نړيواله ټولنه لکه څنګه چې شعار ورکوي دافغانستان دخلکو دملي واکمني او ګټودرناوي وکړي ، دافغانستان خلک له دې زيات نور نه شي کولاي په هماغو شرايطو سره چې په لومړي سرکې راغلل ، دبهرنيو ځواکونو شتون ومني،  له ٢٠١٤ ميلادي کال  وروسته به دافغانستان او دنړيوالې ټولنې اړيکي يوه نوي پړاوته ورسيږي ، هغه پړاوچې دبهرنيو ځواکونو شتون قانونمند شي ، دحکومت والۍ دچارو مسووليت په خپله دافغانانو په غاړه وي او افغانستان به ديو مسوول هيواد په توګه دنړيوالې ټولنې تر څنګ ودريږي .

   حامدکرزي ديوولس کلنې تنه ستړي کيدونکي رهبري  په بهير کې دخپل هيواد ملي ارزښتونو او واکمني ته دبهرنيو ځواکونو له لوري ددرناوي دترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو  سره لاس اوګريوان  و او هر هغه څه يې چې په وس کې لرل ، دافغانستان دعزت او هويت دساتنې لپاره يې تر سره کړي دي ، له دې امله دابه بې انصافي وي چې دده دغه هلې ځلې شخصي وبولو او سترګې ورباندې پټې  کړو ، جمهور رييس دخپلو ځوريدلو خلکو له روا حقوقو پرته بل څه نه دي غوښتي .

 افغانستان دحکومت والۍ نظام له پلوه  هماغه وګړنى قدرت لري دنړۍ نور ديموکراتيک نظامونه يې لري او له دې امله ددې حق لري دخلکو دارادې دممثل په توګه  په هرې ممکنې بيې سره  دخپلو ملي ګټو دفاع وکړي .

 دې ته اړتيا ده  چې دمخالفو سياسي ګوندونو او سياستوالوپه ګډون ټولې پرګڼې خپل برسيرن مخالفتونه يوې  خوا پريږدي اوپه يوه غږ دهغو هڅو او هاند ملاتړ وکړي  ، ددوى دهيواد ملي ګټو او واکمنۍ ته درناوي پکې نغښتي دى په تيره يوه لسيزه کې : افغانستان په خپلو ټولو کوروينو مسئلو کې ډول ډول بهرني لاس وهنې او ناخوالې تجربه کړي دي خو جمهور رييس کرزي وکولاي شول دخپل هيواد دتاريخ په دغو ټولو سختو کلونوکې ، دافغانستان دريځ اعاده کړي او دغه هيواد ته نوى هويت ور وبخښي .

 هيله لرو راتلونکي جمهور رييس  او حکومت دغه ميراث په بشپړه تدبيرسره دغه ځوريدلي هيوادته دخدمت لپاره دنيکمرغۍ په لور رهبري کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته