ټولنه

يو بودا سړى ځان وواژه.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢
د زابل ولايت دسورى ولسوالۍ دشيرو دکلي يو تن اوسيدونکى د بيوزلى له امله ځان وواژه.
د زابل ولايت وياند ګل اسلام سيال دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه سړى رازمحمد نوميږي او اويا کلن و او اته بچيان يې درلود چې اووه تنه يې ځوانې نجونې او يويې درې کلن هلک دى، ده ځان په خپل کورکې په رسۍ سره زندى کړى چې د ميرمنې له خوا يې وژغورل شو خو څو شيبې وروسته له کور څخه ووت او په هماغه رسۍ يې ځان په يوه ونه کې زندى کړ او خپل ژونديې پاى ته ورساوه.
دسيمې يو تن اوسيدونکى يعقوب شرافت دغه پيښه اقتصادي ستونزې وبللې.
په دې اړوند دامنيتي مسولينو څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته