امنیت

په هلمند کې دطالبانو په سنګرونو دهېواد دهوايي پوځ مرګاني بريدونه

کابل باختر د کب  نولسمه :
په هلمند ولايت کې دهېواد دهوايي پوځ  ديولړ بريدونو په بهير کې  دڅلورو تنو پاکستاني تروريستانو په ګډون  اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
دغه طالبان  تيره شپه  دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت و ، چې بريدونه پرې وشول .
د هېوا د په  جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  چې   په دغو بريدونو کې اوولس تنه  وسله وال  طالبان وژل شوي دي 
ده وويل: په دغو بريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه ويجاړ شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوى دى، چې پوځيان   دهلمند ولايت  دګرشک او ناد علي  په ولسواليو او دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلودڅلوروډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
او په دغو ډيپوګانو کې  يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښار او دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته