امنیت

١٠وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل /دتلې لومړى /باختر :
لس وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول
دغه جګړه تېره شپه په دهراود ولسوالۍ کې ونښته چې  پوځيانو په يوې ډلې  موټرسايکل سپرو  طالبانو ډزې وکړې .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په بريد کې  ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول .
  هغه وويل:  دغه وسله وال طالبان په موټرسايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ، چې پرې بريد وشو .
په دې بريد کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته