امنیت

په تخارکې دماين دچاودنې له امله يو پوليس شهيد شو .

کابل باختردزمري څليرويشتمه :
په تخار ولايت کې پرون ديوماين دچاودنې له امله دپوليسو يوسرتيرى شهيد او يو ولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دتخار د والي ويندوى سيد سليمان حسيني باخترآژانس ته وويل: دغه ماين د خواجه بهاالدين په ولسوالۍ يو رستورانټ ته څېرمه دطالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و چې د چاودنې له امله يې دسيمه ئيزو پوليسو يو سرتيرى شهيد او د دوه ښځو په ګډون يوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وويل: ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او په دې باب څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته