سیاست

د میدان وردګو والي وايي د ښې حکومتدارۍ مخې ته پراته خنډونه سوله زيانمنوي.

 کابل   باختر د کب د مياشتې  ٦  :
د میدان وردګو والي وايي د ښې حکومتوالې مخې ته پراته خنډونه سوله زیانمنوي او ټینګار کوي، چې د ستونزې حل لپاره به جدي کار کیږي.
دا څرګندونې حیات الله حیات پرون د سولې ولایتي شورا میاشتنې غونډه کې خبرو پرمهال وکړې.
دسولې دولایتي شورا غونډه د والي  حیات په مشرۍ جوړه شوه، چې د ولایتي شورا رییس او د سولې شورا غړو پکې ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د سولې مخې ته د پرتو بیلابیلوخنډونو او د سولې بهیر بریا لپاره په لازو لارمو چارو بحث او پریکړې وشوې.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې فساد، ظلم او بې عدالتي د سولې زیانمنونکي لاملونه دي او ټینګار یې وکړ، چې پخپل ټول توان به یې د مخنیوي لپاره کار کوي.
هغه وویل، چې په ملکي او نظامي ادارو کې اصلاحات، ښه حکومتوالې ، د فساد مخنیوی او امنیت ټینګښت سولې ته لاره اواروې.
حیات زیاته کړه، چې ددې هدف لپاره یې کار پیل کړی او هيله ده  چې پرمټ به یې شته ستونزې اوارې او یوه سوله ایزه فضا به برابره شي.
د سولې دولایتي شورا رییس وویل، چې دوی د خپل کاري مسولیت له مخې هلې ځلې کړي او وویل، چې د چارو سمون لپاره لا همغږۍ ته اړتیا ده.
د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهرې وویل، چې د میدان وردګوپه ولایت کې اوس تر پخوا امنیتي او نورو برخو کې ستونزې اوارې شوې؛ خو اندیښنه یې وښوده، چې ځینې رسنۍ د اصولو او قوانینو خلاف ناسم معلومات خپروي، چې له امله یې د خلکو ذهنونه خرابیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته