کابل باختر دکب دمياشتې١٨:
په روزګان ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو يو ماين چې طالبانو ددهراود ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې ځاى پرځاى کړى و ، کشف کړى دى.
دغه ماين پرون ناوخته دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړاى شوى دى.
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو دځواکونو وياند محمدمحسن سلطاني دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې دغه ماين د امنيتي ځواکونوله خوا دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډکړاى شوى دى.
ده وويل ؛ طالبانو غوښتل چې ددغه ماين په ښخولو سره يوه مرګانۍ پيښه رامنځته کړي ، خوبريالي نه شول.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ