امنیت

څه دپاسه اووه سوه کيلوګرامه اپين ترلاسه شول

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دپوليسو اودملي امنيت ځواکونو دهلمند ولايت له خانشين ولسوالۍ څخه تيره شپه اووه سوه درې اتياکيلوګرامه اپين ترلاسه کړل.
دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دريو تنو قاچاق وړونکو دغه اپين په يوکرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و او کله يې چې غوښتل هغه پاکستان ته وليږدوي؛ دخانشين په ولسوالۍکې دپوليسو او دملي امنيت دځواکونوله  خوا ونيول شول،.
دغه راز له دغوکسانوڅخه اوولس کيلوګرامه چاوديدونکي توکې هم ترلاسه شوى دى.
خبرځاى زياته کړه: دغه اپين  دهلمند ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې مديريت سپارل شوى دى
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته