ورزش

دخورشيد ټيم اتل شو

٣٧  – ميدان ښارباختر د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه

د ميدان ښار د خورشيد واليبال ټيم ددغه ولايت د واليبال دسياليو داتلولى مقام و ګاټه

د واليبال په هغې وروستې لو به کې چې د ميدان ښار د خورشيد او لمر د واليبال دټيمو نو ترمنځ وشوه د خورشيد ټيم و کولاى شول ددوو په مقا بل کې په دريو سره د لمر پرټيم بريالى شي او د واليبال دسياليو اتلولى ترلاسه کړى

د ميدان وردګو ولايت ورزشي امر عين الله حقبين د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه سيالۍ دامريکا دپرمختيا يي اداري اود ورزش امريت په ما لي مرسته د ميدان وردګو ولايت د مرکز او ولسواليو ددولسو ټيمو نو ترمنځ ترسره شوې

 دسياليو په پاى کې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي له ځوا نا نو څخه وغوښتل چې د ورزش له لاري دسو لې پيغام مخالفينو ته ورسوي

دغه راز کپو نه او سو غا تو نه هم ګټو نکو ټيمو نو ته ورکړل شول

يو بل خبرڅرګندوي ډير ژر په ميدان وردګو ولايت کې دفوټبال ، کرکټ او تکواندو ژمنې سيالۍ پيليږي

دغه سيالۍ به د ا مريکا د نړيوالې پرمختيا د اداري او الپ اپ د مرکز په همکاري او په دغه ولايت کې دورزش دودي په مقصد پيل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته