سیاست

دافغانستان حکومت دملا محمد عمر دمړينې خبر تاييد کړ .

کابل باختر د زمري  اتمه :
دهيواد دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر ديوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره دوسله والو طالبانو دډلې دمشر ملا محمد عمر دمړينې خبر تاييد کړى دى.
دجمهوري رياست په مطبوعاتي اعلاميه کې ويل شوي دي دافغانستان حکومت دکره معلوماتو  له مخې  د ١٣٩٢ هجري لمريز کال دوري  په مياشت کې  په  پاکستان کې دوسله والو طالبانو دډلې  دمشر ملا محمد عمر مړينه تاييدوي .
  ددغې اعلاميې له خپريدو  څخه څوساعته مخکې دملي امنيت  لوى رياست هم اعلام وکړ چې دطالبانو دډلې مشر ملا محمدعمر مړشوى دى  .
  دملي امنيت دلوى رياست وياند حسيب صديقي وويل چې ملا محمد عمر د ٢٠١٣ ميلادي کال په اپريل کې دپاکستان  دکراچۍ ښار په يوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شوى دى .
صديقي وويل موږ په رسمي ډول تاييدو چې دى مړ شوى دى . 
دملي امنيت دلوى رياست وياند وويل چې دغې ادارې په تيرو وختونوکې هم په دې باب چې ملا محمد عمر ژوندى نه دى خپل شک او ترديدونه له خلکو سره شريک کړى و .
صديقي وايي چې دملا محمد عمر دمړينې خبر بهرنيو خبرځايونو هم تاييد کړى دى  .
دطالبانو دډلې دمشر ملا محمد عمر دمړينې  او وژل کيدو خبرونه په څو وروستيو کلونوکې په بيلابيلو ډولونو مخابره شوي دي خو داځلې دافغانستان ددولت او دطالبانو دډلې ترمنځ دسولې دخبروپه ترسره کيدو سره دغه خبر  پاکستاني رسنيو خپور کړ .
پاکستاني رسنيو  دقاري حمزه له خولې چې ځان دطالبان له ډلې څخه دبيلې  شوې څانګې مجاذ فدايي دډلې وياندبولي، خبر ورکړ چې ملا محمد عمر دوه کاله مخکې ملا اختر محمد  منصور له خوا وژل شوى دى .
دطالبانو ډلې تراوسه پورې دخپل مشر دمړينې  خبر رد يا تکذيب  کړى نه دى .
ددغې ډلې وياند ويلي دي چې په دې باب به وروسته خبرې وکړي .
دطالبانو دډلې مشر ملا محمد عمر دڅه دپاسه يوې لسيزې په بهير کې په عام محضر کې  نه دى ليدل شوى او کله کله  يې په ځانګړو مناسبتونو دپيغامونو په خپرولو سره خپلې خبرې ددغې ډلې دويب سايت له لارې خپلو پيروانو ته رسولي دي .
په دې موده کې دملا محمد عمر نه غږ خپور شوى دى نه هم تصوير،  رسنيو يواځې دوه ځلې يوغږ چې ويل کيدل په ده پورې اړه لري خپور کړى دى  دروان کال په لومړيو وختو کې و چې ددغې ډلې وياند دملا محمد عمر ژوند ليک په پنځو ژبو په يوه ايمل کې درسنيو په واک کې ورکړ .
ملا محمد عمر او دسولې خبرې .
دملا محمد عمر دمړينې خبر دوسله والو طالبانو دډلې  له استازوسره دافغانستان ددولت دسولې دخبرو په درشل کې خپريږي .
  دافغانستان دولت په دې باور دى چې اوس له بل هر وخت څخه زيات دسولې دخبرو زمينه برابره شوې ده او ددولت له ټولو وسله والو مخالفو ډلو څخه غواړي چې له دغه فرصت څخه په استفادې  سره  دې دسولې له خبرو سره يوځاى شي .
دافغانستان حکومت واي چې اوس په هيواد کې دجګړې او سولې سناريو يوې  نوې برخې ته رسيدلې ده  او دطالبانو دډلې مشر نشتوالي ددغې ډلې پوځي او جنګي توان کمزورى کړى دى .
دطالبانو ډلې سياسي  استازو دروژې په مبارکه مياشت کې دافغانستان ددولت له مرکچي  هيئت سره په اسلام اباد کې مخامخې  خبرې وکړې او ټاکل شوې ده ددغه هيئت دخبرو دويم پړاو سبا دجمعې  په ورځ په پاکستان کې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته